Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د ابوالفتح بُستي په نوم ښوونځي ودانیز کارونه بشپړ شوي دي

شنبه ۱۵ لیندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د خپلو چټکو ودانیزو چوپړتیاوو په دوام، د کور جوړونې ریاست پرمټ د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې شپږ ټولګي درلودنکې ښوونځی جوړ او ودانیزې چارې ېې پای ته رسولي دي. د ابوالفتح بُستي په نوم دا ښوونځی چې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ ېې کارونه بشپړ شوي، ودانۍ ېې په شاوخوا ۶۲۰ مربع متره مساحت ځمکه کې په یو پوړیز شکل جوړه او کارونه ېې پای ته رسیدلي. سیمه کې پرتې کورنې د ښوونځي له جوړیدو خوښ دي او وايي چې د پوهنې دا مرکز به ېې د ښوونې او روزنې په هکله ستونزې او اړتیاوې حل کړي.

دسمبر 5th, 2020|Categories: جوړول|

د یو محراب جومات له جوړیدو څخه، غور کې د چهارسدې ولسوالۍ د اوسیدونکو هرکلی

چهار شنبه ۱۲لیندۍ ۱۳۹۹ د غور ولایت چهار سدې ولسوالۍ مرکز کې، په ۲۲۵متره مربع مساحت ځمکه کې د یو محراب جومات ودانیز کارونه روان دي. دا جومات چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي، د روان کال، وري میاشت کې ېې کارونه پیل شوي او تر دې دمه پکې ۳۵سلنه پرمختګ شوی. د یادې ولسوالۍ په خاصه توګه د سیمې خلک چې شمیر ېې شاوخوا ۲۰۰۰تنو ته رسیږي د جومات له جوړیدو څخه هرکلی کوي او د دا شان سپیڅلو ودانیو په جوړولو کې د ملي پراختیا شرکت له ودانیزو چارو او هڅو څخه خوښ دي. د یادونې ده چې دمګړۍ د جومات په بیلابیلو برخو کې په خشت کارۍ، د منار په کانګریټ او د ګنبدې په قالبونو کارونه روان دي او د پاتې چارو له بشپړیدو سره به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دسمبر 2nd, 2020|Categories: جوړول|

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت کرنیزې هڅې دوام لري

سه شنبه ۱۱ لیندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت، د هڅو په دوام کرهنې ته، د لسهاوو کرنیزو شنو خونو د چمتو کونې چارې پیل کړې. دا مهال د مسلکي ټيم لخوا په شنو خونو چې شمیر ېې کابو اویاوو ته رسیږي، د اوبو رسونې په څاڅکي سیستم او اړوند برخو کارونه پيل شوي چې ډير ژر به بشپړ شي. په دې شنو خونو کې به سابه او بیلابیل تازه کرنیز محصولات کښت او له حاصل وروسته بازار ته وړاندې شي، چې له یوې خوا به خلکو کار او له بل پلوه به په کرنیزو محصولات هیواد ورو، ورو ځان بسیا کړي.

دسمبر 1st, 2020|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

بدخشان ولایت ارگو ولسوالۍ کې یو محراب جومات

دو شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹ د بدخشان ولایت ارگو ولسوالۍ په سبزی بهار ښارګوټې کې د ملي پراختیا شرکت لخوا یو باب جومات دوه پوړیز جومات تر ودانیزو چارو لاندې دی. دا جومات چې په۲۱۰ مترمربع سیمه کې په ۸ ضلعي بڼه جوړیږي او د ودانیزو چارو لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له بودجې څخه ورکول کیږي، ودانیزې او تخنیکي چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست پرمخ وړي. په دې جومات چې د سلطان ظهیرالدین بابر نوم ایښودل شوی، تر دې دمه ېې ډيره برخه بنسټیز کارونه بشپړ شوي او په پاتې برخو ېې کارونه دوام لري.

نوومبر 30th, 2020|Categories: جوړول|

د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ لوی جومات

دوشنبه ۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت لخوا د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ بازار کې، یو باب جومات تر ودانیزو چارو لاندې دی. یاد جومات د ولسمشر په لارښوونه، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا جوړیږي. ددې جومات تر څنګ د کنړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هم د پنځه محرابه جوماتونو او یو شمیر نورو ودانیزو پروژو چارې روانې دي چې ځینې به ېې په راتلونکو څو میاشتو کې پرانیستل شي.

نوومبر 30th, 2020|Categories: جوړول|

په زنده جان ولسوالۍ کې د خواجه محمد غازي مقبره

یکشنبه ۹ لیندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت لخوا د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د لرغونو آثارو د بیارغونې چارې روانې دي چې یو له هغوی څخه د خواجه محمد غازي مقبرې بیارغونه ده. د خواجه محمد غازي مقبره چې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې موقعیت لري، ودانیز کارونه ېې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي. دا مهال د مقبرې ودانیز کارونه شاوخوا ۷۵ سلنه پرمخ تللي او ډير ژر به پاتې کارونه هم بشپړ شي.

نوومبر 29th, 2020|Categories: بیارغونه|
Go to Top