Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د کابل ښار په دهمزنګ کې د ۳۷۶بابه آپارتمانونو ودانول

دوشنبه ۵ لړم ۱۳۹۹ دا پروژه چې وړاندې په ګډه توګه د عزیزي هوتک ګروپ لمتید او افغان ملي بانک تر منځ قرار داد شوې وه، د یو لړ لاملونو له امله ېې کارونه دریدلي او تړون فسخه شو؛ خو په وروستیو کې ېې د بیا ودانولو چارو هوکړه د ملي پراختیا شرکت سره وشوه. د ملي ماڼۍ په نوم دا تعمیر چې د پلازمېنې کابل دهمزنګ سیمه کې موقعیت لري او د افغان ملي بانک په ۸۶۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې پرې ودانیزې چارې روانې دي، سوداګریزه، رهایشي او شنه سیمه لري. ملي ماڼۍ په ۱۳پوړونو کې ودانیږي چې لمړي څلور پوړه ېې سوداګریزه او د وسایطو د پارکنګ اړوند ده او پاتې اته پوړه ېې د استوګنې کورونه او په ۱۳پوړ کې ېې جومات او د کنفرنس خونه ودانیږي. د ملي ماڼۍ ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي، چې د ښارګوټو او استوګنې اپارتمانونو په جوړولو کې ښه او پخه تجربه لري.

اکتوبر 27th, 2020|Categories: جوړول|

د ارزګان ولایت د مرکزي روغتون انتظار خونه

یاده انتظار خونه په۳۵۰متر مربع سیمه کې ودانه شوې چې په یو وخت کې د نارینه او ښځينه وو لپاره د جلا برخو په درلود سره، د ۲۵۰تنو د ځائیدو ظرفیت لري. ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ساختماني ریاست لخوا ودانیزو معیارونو سره سم سرته رسول شوي.

اکتوبر 26th, 2020|Categories: جوړول|

کندهار ولایت کې د ځمکو او قوالو ریاست نوې ودانۍ

دا ودانۍ د سندونو د ساتنې په چارو کې د رڼښت او اسانتیا د رامنځته کولو په موخه په معیاري شکل جوړه شوې او ډير ژر به پرانیستل شي. یاده ودانۍ چې په څه کم ۱۵۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې له تهکوۍ سره په څلورو پوړونو کې د کندهار ښار لسمه ناحیه کې د ملي پراختیا شرکت اړوند د بنايي ساختماني ریاست لخوا، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په مرسته جوړه شوې؛ پرانیستل به ېې ددې لامل شي څو په لنډ مهال کې د ځمکو او جایدادونو اړوند چارې په آسانۍ او رڼښت سره ترسره شي.

اکتوبر 26th, 2020|Categories: جوړول|

د قلعه شاهنان په ساحه کې د ډبرینو سړکونو چارې روانې دي

شنبه ۳لړم ۱۳۹۹ د پلازمینې کابل ښار دولسمې ناحیې قلعه شاهنان سیمه کې د ډبرینو سړکونو د جوړولو چارې چې څه موده، د کرونا ویرس او یوشمیر ټولنیزو ستونزو له امله پڅې روانې وې یو ځل بیاېې کارونه په چټکۍ سره پيل شوي او ډير ژر به دا پروژه بشپړه او خلکو خدمت ته به وسپارل شي. دا پروژه چې د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له لوري ډیزاین شوې او د ملي پراختیا شرکت اړوند افغاني ودانیز ریاست ېې عملي چارې پرمخ وړي، د سړک غاړې ته د ویالو د جوړولو او کانګریټ کارونه بشپړ شوي، سړک هوار او اوس پرې د ډبرین فرش کارونه روان دي. د یادونې وړ ده دې پرژوه کې کابو څلورنیم کیلومتره سړک، له پنځو تر لسو مترو پلنوالي سره په اساسي ډول جوړ او په ډبرو پوښل کیږي چې په ترڅ کې ېې ۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول کاري بوختیا رامنځته شوې او په بشپړیدو سره به ېې د زرګونه کسانو تګ راتګ ستونزې حل شي.

اکتوبر 24th, 2020|Categories: جوړول|

د مشرانو جرگی لخوا د غوري سیمنټو فابریکو د پخواني رییس ستاینه

پنجشنبه ۱ لړم ۱۳۹۹ نن د لړم میاشتې په لمړۍ نیټه د غوري سیمنټو فابریکو پخوانی مشر ریاض الدین شریفي د هغه د ښو کړنو او کارکردګیو له امله د مشرانو جرګې د نایب منشي محمد فیصل سمیع لخوا وستایل شو. له کله چې د غوري سیمنټو فابریکې، د ملي پراختیا شرکت سره يو ځاي شوي، د غوري سمنټو د تولیداتو په کیفیت او کمیت کې ښه والی راغلی او د عوایدو کچه ېې په مراتبو لوړه شوې او اداري سمونونه، په ۱۳۰جریبه ځمکه کې د ترقي په نوم بڼ او د فابریکې څیرمه د ماهي روزلو د فارم جوړول نور کارونه دي چې په دې وروستیو کې د غوري سمنټو فابریکو کې ترسره شوي دي. د یادونې ده چې ریاض الدین شریفي د ملي پراختیا شرکت د مشرتابه له لورې اړتیا ته په کتو په دې ورستيو کې د شمال ډبرو سکرو د رییس په توګه تعیین او تبدیل شو .

اکتوبر 24th, 2020|Categories: راپورونه|

د کاپیسا حصه دو ولسوالۍ په مراد خواجه کلي کې د دوه نیم کیلومتره سړک جوړونه

چهار شنبه ۳۰تله ۱۳۹۹ ملي پراختیا شرکت د پلازمینې زون د پراختیا ادارې هغه پروژه په کاپیسا ولایت کې پلې کوي، چې سړک جوړونه، پلونه او پلچکونه، استنادي دیوالونه او ویالې په ځان کې رانغاړي. دا ودانیزه پروژه چې ۲۴ میلیون افغانۍ ورته ځانګړې شوي او د کاپیسا ولایت د دوهمې حصې ولسوالۍ په مراد خواجه کلي کې پلې کیږي، ودانیزې او تخنیکي چارې ېې د ملي پراختیا شرکت پورې اړوند د افغاني ودانیز دستگاه پرمخ وړي. دې پروژه کې د پلونو، پلچکونو او نورو اړوند برخو ترڅنګ، د څلورو مترو په پلنوالي څه کم دوه نیم کیلو متره سړک جوړونه شامله ده چې د لسهاوو مسلکي او غیرې مسلکي کارګرو لخوا پرې په چټکۍ کارونه روان دي او ډير ژر به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده چې د ملي پراختیا شرکت کاپیسا ولایت کې یو شمیر نورو ودانیزې پروژې هم تر کار لاندې لري چې بشپړیدو او پرانیستو سره به ېې د خلکو ستونزې حل شي.

اکتوبر 22nd, 2020|Categories: جوړول|
Go to Top