Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د کابل ښار شاوخوا غونډيو کې د یو میلیون او نهه سوه زره خندقونو کیندنه

سه شنبه ۲۹تله ۱۳۹۹ د کابل اورښت اوبو مدیریت پروژه کې د سطحي اوبو د کنټرول په موخه، د پلازمینې په چاپير لوړ کې، له ۱.۹میلیونو څخه ډیرې وړې کندې کیندل او ۲۵کوچني بندونه جوړ شوي دي. دا پروژه چې په کابل ښار کې د سطحي اوبو د کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو د لوړوالي او خلکو ته د کاري بوختیا لپاره په لار اچول شوې، د ملي پراختیا شرکت لخوا پلي کیږي. دمګړۍ په دې پروژه کې له لسو زرو څخه ډير کسان په کار بوخت دي او د پروژې له پیله تر دې دمه له ۳۰زور څخه ډير کارګر په دندو ګمارل شوي دي. ددې پروژې لومړی پړاو چې پکې د خندقونو کیندل او د چکدمونو جوړول شامل دي، له یو کال او شپږو میاشتو څخه به ډیر وخت ونیسي او دویم پړاو کې د میلیونو نیالګیو د کښت وار دی چې په بشپړیدو سره به ېې د کابل شاوخوا لوړې او غونډۍ، په میوه لرونکو او بې میوو نیالګیو شنې او وپوښل شي. دیادې پروژې ټول مالي لګښت ۱۲ملیارده افغانۍ کیږي چې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړ ادارې له بودیجې څخه ورکول کیږي.

اکتوبر 20th, 2020|Categories: راپورونه|

د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالۍ کې له غصبه، د ملي پراختیا شرکت اړوند د کابو ۱۳۰۰جریبه ځمکې خلاصون

دوشنبه ۲۸ تله ۱۳۹۹ په دې وروستیو کې د ملي پراختیا شرکت پورې د اړوند، هلمند ودانیز ریاست ملکیت ( کوکچې پروژې) شاوخوا ۱۳۰۰جریبه ځمکه چې د ځینو ځایي زورواکو لخوا غصب شوې وه، د تخار ولایتي چارواکو په همکارۍ، ملي پراختیا شرکت د مسئولینو په هڅو له غصب څخه خلاصه او استرداد شوه. یاده ځمکه د کوکچې سیند ته څيرمه موقعیت لري او د کوکچې پروژې د هغې ۴۹زره جریبه ځمکې اړونده ده، چې د سردار محمد داود خان په واکمنې کې د کرنې لپاره پرې کارونه پیل شول؛ لس زره جریبه ېې چې وړاندې د غونډیو په څیر وه آواره او له ډلې ېې شاوخوا ۳۵۰۰ جریبه ځمکه کانال بندي او کرنې لپاره چمتو شوه. د تخار ولایت چې د افغانستان شمال ختیځ لور ته پروت دی یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی چې اقلیم ېې د کیلو، لیمو، املوکو، انارو او ډير شمیر نورو میوو او سبزیو د کرلې لپاره مناسب دی او اوس د ملي پراختیا شرکت د کوکچې پروژې خړوبول او بیا کار پیل د خپلو پلانونو برخه ګرځولې څو په مناسبو شرایطو کې طرحه شوي پلان ته د پلې کیدو زمینه برابره کړي.

اکتوبر 20th, 2020|Categories: راپورونه|

پکتیکا ولایت کې د دوه بابه ښوونځيو ودانیزې چارې بشپړې او پرانیستو ته چمتو شول

شنبه ۲۶ تله ۱۳۹۹ په هیواد کې ښوونې او روزنې اهمیت ته په کتو او د زده کړو لپاره د زمینې برابرولو په موخه پکتیکا ولایت کې دوه بابه ښوونځي د ودانیزو چارو له بشپړیدو سره ګټې اخیستنې ته چمتو شول. دا اته صنفي ښوونځي چې ودانیزې چارې ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي شرکت لخوا پرمخ وړل شوي، په مرکز ښرنه او ارګون ولسوالۍ کې موقعیت لري. د پکتیکا ولایت د ښرنې ښار۸صفنه ښځینه ښوونځی په مقرب خیلو او د ارګون ولسوالۍ اته صنفي ښوونځی ضرابي سیمه کې جوړ شوی او کوښښ کیږي دوه بابه نور ښوونځي چې یادو سیمو کې پرې کارونه روان دي هم ډير ژر بشپړ او د زدکړو لپاره د ولس چوپړ ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده چې په پکتیکا ولایت کې د یادو ښوونځيو له جوړولو سربیره په ځینو نورو ودانیزو پروژو هم د ملي پراختیا شرکت لخوا کارونه روان دي.

اکتوبر 17th, 2020|Categories: جوړول|

د ملي پراختیا شرکت تدارکاتي ټیم وړتیا لوړونې په موخه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د ملي پراختیا شرکت تدارکاتي ټيم او غړو ته د ملي پراختیا شرکت له لورې، په تدارکاتي برخو کې د هغوی د وړتیا او ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز ورکشاپ ترسره شو. په دغه ورکشاپ کې چې چې نن د ملي پراختیا شرکت په تالار کې تر سره شو، د شرکت اړوند تدارکاتي مختلفو څانګو کارکوونکو پکې ګډون کړی وو؛ د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر ضیاءالله شفیق په اړوند برخه او د چارو د سمون په تړاو خبرې وکړې او دا شان روزنیز پروګرامونه ېې د اړین او مهم یاد کړل. په دې ورکشاپ کې چې د ملي پراختیا شرکت اړوند ادارو شاوخوا ۲۰تنو تدارکاتي کارکوونکو پکې برخه اخیستې وه، جوړ شوی ورکشاپ ېې د چارو د لا سمون او چټک ترسره کولو په برخو کې ګټور وباله. دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم د ملي پراختیا شرکت خپلو اړوند کارکوونکو او کاري تخینکي ټيم ته په بیلابیلو وختونو کې د هغوی د کاري وړتیا لوړنې په موخه روزنیز ورکشاپونه په لار اچولي چې تر ډيره ګټور واقع شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

اکتوبر 17th, 2020|Categories: راپورونه|

د ملي پراختیا شرکت یوشمیر کارکوونکو ته د PMIS سیسټم د کارولو یو ورځنۍ ورکشاپ په لاره واچول شو

سه شنبه ۲۲ تله ۱۳۹۹ د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا د ملي پراختیا شرکت، د ودانیزو شرکتونو د پروژو یوشمیر پلې کوونکو انجنیرانو او د تخنیکي څانګو آمرینو ته، د PMIS سیسټم د کارولو یو ورځنۍ ورکشاپ په لاره واچول شو. دا روزنیز ورکشاپ چې د ملي پراختیا شرکت په تالار کې نن د ملي پراختیا شرکت د دفتر رییس وحیدالله رحمدل او ددې شرکت د نظارت او مراقبت د رییس سید نسیم خلیق لخوا پرانیستل شو، پکې کور جوړونې، بنايي، هلمند ودانیز او افغاني ودانیز شرکتونو انجنیرانو او تخنیکي آمرینو د یاد پروګرام د زدکړې لپاره برخه اخیستې وه. د پروژې مدیریت د معلوماتو بریښنایي سیسټم (PMIS)، د پروژې د مدیریت پروسې پایلې راټولولو، یوځای کولو، خپرولو او کارولو سیسټم دی چې د یوې ادارې او د هغې د مدیریتي کارونو د چټکتیا، همغږۍ او پلې کولو کې مرسته کوي ترڅو په بریالیتوب سره پروژې او چارې ترسره شي.

اکتوبر 14th, 2020|Categories: راپورونه|

د لوی څارنوالۍ لخوا د ملي پراختیا شرکت اجرایو مشر ته ستاینلیک ډالۍ شو

شنبه ۱۹ تله ۱۳۹۹ نن د لوی څارنوالۍ د کنفرانسونو تالار پرانیست غونډه کې، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي مشر ښاغلي عبدالرحمن عطاش او ددې شرکت د افغاني ودانیزې دستګاه رییس انجنیر اسامه مبشر د ارزښتناکه او نه ستړېکیدونکو هڅو څخه د قدردانۍ په موخه، د لوی څارنوالۍ لخوا ورته ستاینلیکونه ډالۍ شول. په دې مراسمو کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر دوهم مرستیال ښاغلي محمد سرور دانش او ډير شمیر لوړ پوړو دولتي چارواکو شتون درلود، د هیواد د آبادۍ او ودانولو په برخه د هڅو په خاطر د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایو مشر عبدالرحمن عطاش ته د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي لخوا ستاینلیک ډالۍ شو. د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیزه دستګاه چې د لوی څارنوالۍ د الحاقیه ودانیو جوړولو پروژې مسؤلیت په غاړه لري او عملي چارې ېې د روان کال د چنګاښ په ۲۴نیټه پیل شوي او تر دې دمه یې د پام وړ پرمختګ کړی، د ښې کارګردګۍ له امله ېې رییس انجنیر اسامه مبشر ته هم د لوی څارنوالۍ لخوا ستاینلیک ورکړل شو. د یادونې وړ ده د ملي پراختیا شرکت په راتګ او جوړیدو سره چې هیواد کې د دولتي تصدیو د چارو د همغږۍ، کاري سمون، چټکتیا او پراختیا په موخه رامنځته شو؛ د هیواد په کچه په لسهاوو لوی او سلهاوو کوچېنۍ ودانیزې او پراختیايي پروژې تر [...]

اکتوبر 10th, 2020|Categories: راپورونه|
Go to Top