Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د اورښت اوبو مدیریت پروژې تخنیکي کارکوونکو روزنې او کاري وړتیا لوړونې یو ورځنی ورکشاپ نن پیل شو

یکشنبه ۱۳تله ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت پلازمینه کابل کې د اورښت اوبو مدیریت کولو پروژې څه کم ۱۵۰ تنه تخنیکي کارکوونکو ته د روزنې او د هغوی د کاري وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ چې په ترڅ کې به ېې یاد شمیر کسان په ‌څلورو ډلو کې یو یو ورځ روزنه وویني په لار واچوه. دا ورکشاپ چې نن یکشنبه د تلې میاشتې په ۱۳مه نیټه د ملي پراختیا شرکت په تالار کې د قرآن پاک د څو آیتونو له تلاوت وروسته، ددې شرکت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر ضیاءالله شفیق په وینا سره پرانیستل شو، پکې د ملي پراختیا شرکت د بشري سرچینو رییس عبدالفتاح مخلص، د بنايي شرکت د پلان او انجنیرۍ آمر فرمان الله سیرت، د اورښت اوبو د مدیریت کولو پروژې آمر انجنیر عزت الله بدر او ددې پروژې ځینو مسئولینو او تخنیکي کارکوونکو پکې برخه درلوده. ښاغلي ډاکټر ضیاءالله شفیق د ملي پراختیا شرکت له ټول کاري ټيم په خاصه توګه د اورښت اوبو مدیریت پروژې کاري پرسونل ته د روزنیز ورکشاپ د ورکړې په برخه کې ددې پروژې د آمر عزت الله بدر له دې نوښت څخه مننه وکړه او وېې ویل چې یاده پروژه یوه لنډ مهاله پروژه نه ده او دا د کابل د پاک او شین چاپيریال او شین کمربند لپاره لمړني ګامونه دي او باید ورته د یوې حیاتي پروژې په سترګه وکتل شي او [...]

اکتوبر 4th, 2020|Categories: راپورونه|

د بامیان والي په دې ولایت کې د ملي پراختیا شرکت تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

شنبه۱۲تله ۱۳۹۹ د بامیان والي سید انور رحمتي او ددې ولایت یوشمیر لوړ پوړو چارواکو تیره پنجشنبې ورځ په دې ولایت کې د ملي پراختیا شرکت لخوا د پلې کیدونکو پروژو له کاري بهیره له نږدې لیدنه وکړه. ښاغلي سید انور رحمتي او ورسره مل چارواکو د پروژو معیاري کارونه او ودانیزې چارې وستایلې او له مسئولینو څخه ېې په کار کې د چټکتیا غوښتنه وکړه. دا ټول ګټې پروژې چې جوماتونه، ټولنیز صالونونه او ورزشي جمنازیم په څير ۱۴ ودانۍ په ځان کې رانغاړي او مالي لګښټ ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له خوا ورکول کیږي، د ملي پراختیا شرکت د کاري پرسونل لخوا پرې کارونه روان دي چې ډير ژر به یو له بل پسې بشپړې شي او همدا راز د ناروغانو او ناروغ لروونکو د استفادې لپاره دوه انتظار خونې د کارونو له بشپړیدو وروسته پرانیستل شوي هم دي. دمګړۍ په بامیان ولایت کې په یادو پروژو کې لسهاوو تنه ماهر او غیرې ماهره کسان په کار بوخت دي او ددې ولایت اوسیدونکي د پروژو له پلې کیدو او کاري بهیر څخه خوښ دي.

اکتوبر 3rd, 2020|Categories: جوړول|

له کابو اته کلونو وروسته لاله ښارګوټي دریدلې چارې پيل شوې

سه شنبه ۸تله ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت په هڅو پلازمینه کابل کې د لاله ښارګوټي یا د استوګنې مجتمع په ټپه دریدلې ودانیزې چارې له سره پيل شوې او ډير ژر به ېې پاتې ودانیز کارونه بشپړ شي. د استوګنې دا مجتمع چې ۱۴ پوړيزه لس بلاکونه او ۵۶۰ اپارتمانونه لري او دولتي کارکوونکو ته د ۲۰ کلونو په موده کې د کلني قسطونو په ورکړې وېشل کېږي، ودانیز کارونه ېې شاوخوا اته کاله په ټپه درېدلي وو چې دمګړۍ ېې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ په هڅو ېې کارونه له سره پيل شول. دا په داسې حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت لخوا د هیواد په کچه په لسهاوو لویو ملي ودانیزو پروژو، د سلهاوو مسلکي او غیرې مسلکي تجربه لرونکو کارګرو پرمټ ودانیزې چارې روانې دي.

سپتمبر 29th, 2020|Categories: جوړول, راپورونه|

د ملي پراختیا شرکت په رهبرۍ د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند دوه نیم جریبه ځمکه د غاصبینو له منګلو خلاصه شوه

سه شنبه ۸تله ۱۳۹۹ له غصبه د ملي پراختیا شرکت تر چتر لاندې شرکتونو او فابریکو د ځمکو بیرته خلاصولو په لړ کې، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) اړوند هډې فارم کې، دوه نیم جریبه ځمکه چې له کلونو راهیسې د غاصبینو په منګلو کې وه خلاصه کړل شوه. ‏یاده ځمکه چې ‌‏د ملي پراختيا شرکت اجرائيوي ر‏ییس عبدالرحمان عطاش او د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل تر رهبری لاندی د غصب شوو ځمکو د استرداد ‏کمیسیون په همکار‏ۍ،‏ د قضايي‏ ادارو د پرېکړې پر بنسټ رسماً تیره ورځ د تلې په ۷مه نیټه دې شرکت ته وسپارل شوه په اړه ېې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مشر عبدالقهار حیدري وايې ددې شرکت اړوند غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ دوام لري او له دې ځمکو څخه به په راتلونکو کې په پراختیايي برخو کې سالمه ګټه پورته کړل شي. دا په داسې حال کې ده له هغې وروسته چې د ننګرهار کانال مسئولیت د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شو په سلهاوو جریبه ځمکه ېې د غاصبینو له منګلو شوې، چې وروستۍ بیلګه ېې د بهسودو ولسوالۍ‏ ثمرخېلو ‏سیمه ‏کې د هډې فارم ۲۳۲‏ جریبه ځمکه وه چې د غاصبينو خلاصه ‏کړل شوه.

سپتمبر 29th, 2020|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

د غوري سمنټو فابریکو رییس او مرستیال معرفي شول

یکشنبه ۶تله ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ په وړاندیز او د ولسمشرۍ د عالي مقام د منظورۍ په اساس ښاغلی محمد ظاهر عبادي د غوري سمنټو فابریکو د رییس او ښاغلی عبدالقوی زاهد ېې د مرستیال په توګه وټاکل شو. په دې اړه جوړې شوې غونډه کې چې د غوري سمنټو فابریکو په ریاست کې جوړه شوې وه، ددې فابریکو یو شمېر مسئولینو او کارکوونکو ترڅنګ، د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د انسجام او پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور او ددې شرکت ځینو نورو لوړ پوړو مسئولینو، ددې ولایت د سیمه ییز ادارو چارواکو، د غوري سمنټو فابریکو پخواني سرپرست او د شمال د ډبرو سکرو اوسني رییس ښاغلي ریاض الدین شریفي هم ګډون کړی وو. په دې ناسته کې د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د انسجام او پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور دواړو ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او هغوی ته ېې په سپارل شوي مسئولیت کې د بریا غوښتنه وکړه او د غوري سمنټو فابریکو د مخکینی سرپرست ریاض الدین شریفي لخوا ېې ترسره شوې چوپړتیاوې او کارکردګۍ د ستاینې وړ وبللې. ښاغلي محمد ظاهر عبادي او عبدالقوی زاهد د حکومت او ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ له باور څخه مننه او ژمنه یې وکړه چې په رښتینولۍ او رڼښت سره به سپارل شوې چارې سمبالوي او ددې فابریکو د لا پراختیا لپاره به په خپل ټول قوت سره هڅې وکړي. ښاغلی عبادي او زاهد [...]

سپتمبر 27th, 2020|Categories: راپورونه|

د جبل السراج سمنټو فابریکې نوی رییس او مرستیال معرفي شو

یکشنبه ۶تله ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ په وړاندیز او د ولسمشرۍ د عالي مقام د منظورۍ په اساس ښاغلی عبدالقادر مخلص او ښاغلی محمد شاپور عمار د جبل السراج سمنټو فابریکې د رییس او مرستیال په توګه وټاکل شول. په دې اړه جوړې شوې غونډه کې چې ددې فابریکې په ریاست کې جوړه شوې وه، د یادې فابریکې د یو شمېر مسئولینو او کارکوونکو سربیره، د ملي پراختیا شرکت دفتر مشر وحیدالله رحمدل او ددي شرکت د ګمارنې آمر محب الرحمن رحیمي، د پروان ولایت د بشري سرچینو رییس نذیر پویا، د جبل السراج ولسوال سیف الله بیدار او ددې ولایت یوشمیر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو. ښاغلي شاه پور د حکومت او ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ له باور څخه مننه او ژمنه یې وکړه چې د چارو د ښه تر سره کولو او ددې فابریکو د لا پراختیا او وړتیا لوړونې لپاره به په خپل ټول توان سره هڅه او کوښښ وکړي. محمد شاه پور چې د ماستړۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي او په دولتي ادارو کې پراخه کاري او مدیریتي تجربه لري، د جبل السراج سمنټو د شرکت رییس په توګه ګمارل ېې کولی شي ددې فابریکې چارې او پراختیا لا پسې ګړندۍ کړي.

سپتمبر 27th, 2020|Categories: راپورونه|
Go to Top