Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د شمال د ډبرو سکرو شرکت تخنیکي ټيم لخوا د پنځو طراحي شوو دستګاوو مخ کتنه وشوه

سه شنبه ۱تله ۱۳۹۹ نن د بغلان ولایت د شمال د ډبرو سکرو شرکت په ریاست کې ددې شرکت د مشر ریاض الدین شریفي، تخنیکي ټيم، رسنیو او ځايي مسئولینو په شتون کې، ددې شرکت د تخنیکي ټيم لخوا د پنځو طراحي او بسته بندي شوو دستګاوو څخه پرانیسته او مخ کتنه وشوه. دا دستګاوې چې له پخوا جوړو شوو تخنیکي او میخانیکي پرزو څخه د شمال د ډبرو سکرو د افغان تخنیکي ټيم په ابتکار جوړې او طراحي شوي، په کانونو کې د ىو واګون او دوه واګونه کشولو ماشىنونه، د برىښنايي او ډىزلي کمپرىسور دستګاوې، د مصرفي بريښنا او د لوړ تناژ ترازو دستګاوې دي چې هره ىوه ېې کولی شي د کان کیندنې چارې ګړندۍ کړي. د شمال د ډبرو سکرو مشر ریاض الدین شریفي د خپل تخنیکي ټیم له دې ابتکاره خوښي وښوده او وېې ویل چې دا کار به نورو هیواد ته د کانونو اړوند تخنیکي وسایلو په برخه کې ددوی لاس لنډ کړي او نور به دوی اړ نه وي چې یاد وسایل او دستګاوې په لوړه بیه له نورو هیوادونو څخه وارد کړي. بل پلو د شمال د ډبرو سکرو تخنیکي ټيم وايي چې دوی هغه دستګاوې چې له نورو هیوادنو څخه به په زرهاوو ډالروو پیرودل کیدې او هیواد ته ېې راوړو ډیر وخت هم نیوه، په څو زرو افغانیو جوړې کړي چې هم پیاوړې او هم له لوړ کیفیت څخه برخمندې [...]

سپتمبر 22nd, 2020|Categories: راپورونه|

د کندز خان آباد ولسوالۍ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کیښودل شوه

دوشنبه ۳۱وږی ۱۳۹۹ د کندز خان آباد ولسوالۍ مرکز کې د حضرت صاحب قاري جان آغا د لوی جومات په نوم د یو محراب جومات بنسټ ډبره د قومي مشرانو، علماوو، سپینږیرو او ځايي مسئولینو په شتون کې کیښودل شوه. دا جوات چې په ۲۲۵متر مربع مساحت ځمکه کې په اته ضلعي شکل پوخ او اساسي جوړیږي، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت لخوا جوړیږي. یاد جومات د هغو ۳۷۷ بابه جوماتونو له ډلې څخه دی چې د ټول هیواد په ولسوالیو کې جوړیږي، ودانیزې چارې به ېې یو کال وخت ونیسي. د یادونې وړ ده د حضرت صاحب قاري جان آغا د کرز جومات مخکینۍ ودانۍ د سیمې د خلکو لخوا په غیرې معیاري یا خام شکل جوړه شوې وه، خو اوس ددې اړتیا وه چې په عصري او ساسي بڼه په لوی مساحت کې جوړه شي.

سپتمبر 22nd, 2020|Categories: جوړول, راپورونه|

‏د ننګرهار وادي کرنیز ‏شرکت‏ ‏اوړند سلهاوو‏ جريبه غصب ‏شوې ‏ځمکه‏ ‏راوګرځول شوه

‏یکشنبه ۳۰وږی۱۳۹۹ ‏د ملي پراختیا شرکت ‏اړوند ‏دغصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو‏ لړۍ دوام لري‏ چې په لړ کې ېې داځل‏ ‏د ننګرهار وادي کرنیز ‏شرکت‏ (کانال‏)‏ ۲۳۲‏ جریبه ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه ‏کړل شوه . ‏د بهسودو ولسوالۍ‏ ثمرخېلو ‏سیمه ‏کې د هډې فارم ‏یاده ځمکه ‏چې د دريو تنو له لورې غصب شوې وه ‏د ملي پراختيا شرکت اجرائيوي ر‏ی‏يس عبدالرحمان عطاش او ننګرهار والي ضياالحق امرخېل تر رهبری ل‏اندی د غصب شوو ځمکو د استرداد ‏ک‏میسیون په همکار‏ۍ،‏ د عدل‏ي‏ او قضای‏ي‏ اداراتو د پرېکړې پر بنسټ ‏د کانال دولتي ملکيت وګڼل شو‏ه‏ او رسماً دغې ادارې ته تسليم شوه. ‏دا په داسې حال کې ده‏ چې دوه مياشتې وړاندې‏ د کانال ‏شاوخوا سل جريبه ځمکه هم په ‏همدې‏ ساحه کې استرداد شوى ‏وه او د ملي پراختیا شرکت‏ مشرتابه ‏هوډمن دی چې په هر ولایت کې ‏به خپلې اړوند ځمکې‏ ‏له غاصبينو بېرته راوګرځوي‏ او ‏هېچاته ‏به ‏اجازه ورنکړي چې د ‏ددوی اړوند د ‏دولت يوه لويشت ځمکه هم غصب کړي .

سپتمبر 21st, 2020|Categories: راپورونه, وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

‏بغلان کې‏ د یوې غونډې په ترڅ کې د غوري سمنټو فابریکو ‏د فعالیتونو ا‏و کارګرو ستاینه

‏یکشنبه ۳۰‏وږی۱۳۹۹ ‏سمنټ غوري،‏ هویت بغلان‏ تر سرلیک لاندې ‏د ‏بغلان د مدني ټولنو‏ لخوا جوړې شوې غونډه کې د غوري سمنټو له مشرتابه او کارګرو څخه ستاینه وشوه او‏ له ‏فعالیتونو‏ ‏څخه ېې خوښي وښوده. ‏په دې ستاینغونډه کې چې‏ دغوري سمنټو فابریکو د مشر‏ ‏ښاغلي ‏ریاض الدین‏ شریفي، د بغلان د ولا‏یتي شورا منشي‏، ‏د بیلابیلو مدني ټولنو استازو، خبریالانو، لوبغاړو، س‏ینماګرانو‏ ترڅنګ‏،‏ د ‏غوري سمنټو ‏فابریکو‏ یوشمیر کارکوونکو‏ او کارګرو هم ګډون کړی وو‏، په ترڅ کې ېې ‏د بغلان د ولایتي شورا منشي محمد حنیف کوه ګدای‏ او‏ ‏د‏ ‏مدني ټولنو په استازیتوب نوید شکور زاده‏ او یو شمیر نورو ویناوالو ‏خبرې وکړې‏ او‏ ‏د غوري سمنټو فابریکو‏ د رییس‏ ‏له‏ فعالیتونو او ‏د ‏کارګرو ‏له ځ‏یار‏ ‏ایستنې ‏څخه ېې‏ ‏ستاینه‏ ‏وکړه او د‏ ‏غوري سمنټو فابریکو د فعالیتونو د پراختیا او هلته ېې د ترقي بڼ له جوړیدو څخه خوښي وښوده. ‏ویناوالو‏ ‏هر یو په خپل وار سره د ملي پراختیا شرکت، د غوري سمنټو فابریکو له مشرتابه سره د هر راز همکارۍ او تر څنګ ېې د دریدو د ډاډ سربیره وویل: د هغو زورواکو مخه باید ډب شي چې د غوري سمنټو فابریکو په کارونو کې خنډ جوړه وي او د لا پراختیا مخه ېې نیسي. ‏د دې ناستې په ترڅ کې ‏دغوري سمنټو فابریکو مشر ښاغلي ریاض الدین شریفي‏ ‏د فابریکې ‏له ټول‏ ‏کاري پرسونل او ‏په ‏اړوند برخه کې د بغلان [...]

سپتمبر 20th, 2020|Categories: تولیدات, راپورونه|

سید نسیم خلیق د ملي پراختیا شرکت د نظارت او مراقبت څانګې د رییس په توګه معرفي شو

سه شنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۹ د افغانستان د ملي پراختیا شرکت د مشرتابه په وړاندیز او د ولسمشرۍ د عالي مقام په لارښوونه، سید نسیم خلیق د ملي پراختیا شرکت د نظارت او مراقبت د رییس په توګه نن رسماً معرفي شو. ښاغلی خلیق نن سه شنبه د وږي میاشتې په ۲۵ مه نیټه د ملي پراختیا شرکت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر ضیاءالله شفیق لخوا د یوې ناستې په ترڅ کې ددې شرکت ادارې کارمندانو ته وروپیژندل شو. په دې اړه جوړه شوې ناسته کې چې شرکت پورې د اړونده ادارو لوړپوړو مسئولینو او ځینو مامورینو هم ګډون کړی وو، ښاغلي ضیاءالله شفیق نوموړي ته په نوې دنده کې د بریا ترڅنګ، د هغه پخوانۍ کړنې او کارکردګۍ وستایلې او هغه یې یو وړ، با استعداده او دې څانګې ته مناسب کس یاد کړ او وېې ویل چې ټاکل به ېې د ملي پراختیا شرکت د موخو په ترلاسه کولو او غوره پلې کیدا ښه اغیز وکړي. د ملي پراختیا شرکت د نظارت او مراقبت څانګې نوي رییس د خپلې معرفي پرمهال د هغه په ګمارلو کې د شرکت له مشرتابه او لوړ پوړو مسئولینو له اعتماد او باور څخه مننه وکړه او ژمنه ېې ورکړه چې سپارل شوې دنده به په بشپړې رښتینوالۍ، صداقت او ایماندارۍ ترسره کړي. د یادونې وړده چې سید نسیم خلیق له دې څخه مخکې په بیلابیلو حکومتي پوستونو او بنسټونو کې [...]

سپتمبر 16th, 2020|Categories: راپورونه|

په ننګرهار ولایت کې له پراختیایي او ودانیزو پروژو څخه د ملي پراختیا شرکت د اجراییوي رییس لیدنه

دوشنبه ۲۴ وږی ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له والي سره د لیدنې ترڅنګ، هلته ددې شرکت تر کار لاندې پروژو څخه هم لیدنه وکړه. د ملي پراختیا شرکت له اجرائیوي مشر سره په دې سفر کې، ددې شرکت د بنايي څانګې مشر احمد جاوید اخلاص او د ملکیتونو رییس رفیع الله عزیزي او یو شمیر نورو مسئولینو هم ملتیا کوله، د ننګرهار له والي سره ېې لیدنه وکړه او دې ولایت کې ېې د شرکت لخوا د پلې کیدونکو پروژو په تړاو بحث او خبرې وکړې. د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د ودانیزو او رغنیزو چارو په برخه کې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ کړنې د قدر وړ یادې کړي او له ښاغلي عطاش څخه ېې غوښتنه وکړه، څو په ژمني موسم کې د جلال اباد د شاهي مانۍ، سپین جومات، شپږ سوه بستریز روغتون او ځينو نورو پیل شوو پروژو د چارو د ګړندیتوب لارښوونه وکړي او همدا راز ېې د یو شمېر نورو پروژو په تړاو هم خبرې وکړې. د هېواد د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش والي ته د پروژ په چارو کې د چټکتیا، کیفیت او روڼتیا د ډاډ ترڅنک وویل: چې د ننګرهار او ننګرهار کانال د لا پراختیا لپاره د ماهیانو په فارمونو، دوه سوه شنو خونو، مالدارۍ او مرغدارۍ په څیر ډير شمیر برخو [...]

سپتمبر 14th, 2020|Categories: جوړول|
Go to Top