Loading...
ساختماني راپورونه2020-11-02T14:48:07+04:30

د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي ټیم د قوش تېپې کانال له چارو لیدنه وکړه

بلخ ولایت ته د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري معین فضل الباري فضلي او تخنیکي ټیم د قوش تېپې کانال پروژې له چارو د لیدنې ترڅنګ د ځایي مسوولینو کړنې وستایلې او هم یې ورته د دې پروژې د چارو د لا چټکۍ لپاره اړینې لارښوونې وکړې. د یا دولو وړ دی، اوس مهال په دې کانال کې ۱۸۰ قرادادي شرکتونه او ۱۶۷۵ ماشینري په کار بوخت او د کانال ۱۵ فیصده چارې پرمخ تللې دي، چې دا چارې د یو قوي تخنیکي ټیم پرمټ تطبیق او څارل کېږي.

سپتمبر 25th, 2022|Categories: د قوش تېپې کانال|

د آبادۍ او جوړنې ۱۱ ورځې

د قوشتېپې کانال حیاتي پروژه، د تخار ولایت د نمک آب کانال د لوري بدلون او د غوري سمنټو د تولید فابریکې د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له مهمو او لویو پروژو څخه دي، چې چارې یې ګړندۍ روانې دي. د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ نوموړې پروژې د هېواد په اقتصاد، کارموندنې، آبادۍ او پرمختګ کې مهمې یادې کړې او له چارو یې له نږدې څارنه کوي. په وروستیو کې د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ او  تحنیکي ټیم له دې پروژو لیدنه وکړه. د قوشتېپې ملي کانال د تطبیق له چارو څارنه د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ له تخنیکي ټیمونو او قرار دادي شرکتونو سره له دوامداره غوڼدو وروسته، د دوی له کړنو خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا چټکۍ او ښه کیفیت لپاره یې اړینې لارښوونې وکړې. په دې ملي پروژه کې تر اوسه: . ۱۵۰۳ عراده ماشینري په کار بوخت ده. . په یو وخت کې ۴۲ کیلومتره واټڼ کې په ۴۰ نقطو کې کار. . له ۲۲۰۰ څخه ډېرو کسانو ته د کار زمینه مساعده شوې ده. . ۱۴ میلیونه متره مکعبه کېندنه . د انتک( سربند) سیمه کې د کار پيل په دې سفر کې د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ د شمالي ولایتونو له قومي مشرانو او علماوو سره خبرې وکړې او د دې پروژې له چارو یې ډاډ ورکړ. د قوشتېپې کانال پروژه د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه [...]

سپتمبر 14th, 2022|Categories: راپورونه|

داوطلبی

د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست، د درې کلونو لپاره لاندې ملکیتونه په قرار داد ورکوي. د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د اماراتو استوګنیز ښارګوټي دکانونه: ۱- د اماراتو ښارګوټي په درېیم فاز کې یو باب دکان د ۳۳.۹۳ متره مربع مساحت کې. ۲- د امارتو ښارګوټي په دوهم فاز کې یو باب دکان د ۱۷.۸ متره مربع مساحت کې. د کابل ښار د ۵ ناحیې اړوند د خوشحال خان استوګنیز ښارګوټي دکانونه: ۱- د ۶ بلاک اړوند یو باب سوپر مارکېټ په ۲۳۵ متره مربع مساحت کې. ۲-  د ۳ بلاک اړوند دوه بابه دکانونه په ۳۳ متره مربع مساحت کې. ۳- د ۴ بلاک اړوند یو باب دکان په ۳۳ متره مربع مساحت کې.   د بګرامیو په ښارګوټي کې یو باب کانتینر د ۱۵ متره مربع مساحت کې. هغه څوک، چې غواړي قرار داد وکړي د اعلان له خپرېدو  وروسته تر ۲۱ ورځو پورې دې خپلې غوښتنپاڼې د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست ته وسپاري، د شرطنامې تر لیدلو وروسته به تضمین ترې اخیستل کېږي.

سپتمبر 14th, 2022|Categories: داوطلبی|

داوطلبی

د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست، د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د خواجه رواش استوګنیز ښارګوټي کې خپل ملکیتونه په لاندې ډول په قرار داد ورکوي:  د خواجه رواش استوګنیز ښارګوټي د ۱ نمبر مارکېټ دکانونه: ۱. ۸ نمبر دکان په ۲۳.۷۰ متره مربع مساحت کې. ۲. ۱۰ نمبر دکان په ۲۳.۱ متره مربع مساحت کې. ۳. ۱۵ نمبر دکان په ۱۳.۶۸ متره مربع مساحت کې. ۴. ۱۶ نمبر دکان په ۱۳.۶۸ متره مربع مساحت کې. ۵. ۱۹ نمبر دکان په ۱۴.۱۵ متره مربع مساحت کې. ۶. ۲۳ نمبر دکان په ۱۴.۱۵ متره مربع مساحت کې. ۷. ۳۲ نمبر دکان په ۱۵.۷۰ متره مربع مساحت کې. ۸. ۳۳ نمبر دکان په ۱۳.۱۶ متره مربع مساحت کې. د خواجه رواش استوګنیز ښارګوټي د ۲ نمبر مارکېټ دکانونه: ۱. ۸ نمبر دکان په ۲۳.۵ متره مربع مساحت کې. ۲. ۹ نمبر دکان په ۲۷.۷۳ متره مربع مساحت کې. هغه څوک، چې غواړي قرار داد وکړي د اعلان له خپرېدو  وروسته تر ۲۱ ورځو پورې دې خپلې غوښتنپاڼې د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست ته وسپاري، د شرطنامې تر لیدلو وروسته به تضمین ترې اخیستل کېږي.

سپتمبر 14th, 2022|Categories: داوطلبی|

داوطلبی

د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست، د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د اماراتو استوګنیز ښارګوټي کې  د کور جوړولو ودانیز ریاست ملکیتونه د درې کلونو په قرار داد ورکوي:   ۱- د اماراتو ښارګوټي په درېیم فاز کې یو باب دکان په ۳۳.۹۳ متره مربع مساحت کې. ۲- د اماراتو ښارګوټي په دوهم فاز کې یو باب دکان په ۱۷.۸ متره مربع مساحت کې.   هغه څوک، چې غواړي قرار داد وکړي د اعلان له خپرېدو  وروسته تر ۲۱ ورځو پورې دې خپلې غوښتنپاڼې د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست ته وسپاري، د شرطنامې تر لیدلو وروسته به تضمین ترې اخیستل کېږي.

سپتمبر 14th, 2022|Categories: داوطلبی|

د ملي پراختیا شرکت ته د دوهم ځل لپاره د غوري سمنټو فابریکو سپارل

په هېواد کې د سیاسي تحولاتو له راتګ وروسته د غوري سمنټو د فابریکو مسوولیت د بغلان ولایت سیمه ییزو ادارو په لاس کې اخیستی وو، چې د سمنټو په تولید، کیفیت او د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې ځینې ستونزې رامنځ ته شوې وې، نو له همدې امله د ا.ا.ا رهبرۍ پرېکړه وکړه، چې د دې فابریکو مسوولیت د دوهم ځل لپاره د ملي پراختیا شرکت ته ولېږدول شي. د ملي پراختیا شرکت د دې فابریکو د چارو څخه د لیدنې او د سمنټو تولید د لوړوالي لپاره یو هیئت، د دې شرکت معاونینو او تخنیکي ټیم څخه وګوماره، چې نوموړي هیت د فابریکو له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه او هم یې ډاډ ورکړ، چې د فابریکو شته ستونزې به حل او د تولید او کیفیت د لوړوالي ترڅنګ به غوري سمنټو ته په بازار کې ځانګړی مقام ګټي. همدارنګه مسوولینو د فابریکو د کار کوونکو د پاتې معاشونو د ورکړې لړۍ هم رسماً پیل کړه او هم یې ترې وغوښتل، چې په صداقت او رېښتینولۍ خپلو کارونو ته دوام ورکړي. هېره دې نه وي په هېواد کې د سیاسي تحولاتو له راتګ وروسته د دې فابریکو کارکوونکو معاشونه نه وو اخیستي.

مې 9th, 2022|Categories: راپورونه|
Go to Top