د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د هېواد په ختیځ زون کې له روانو پروژو لیدنه وکړه
۲۴ صفر ۱۴۴۸ هـ ق / ۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ ل: د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش ختیځ زون ته د یوه کاری سفر پر مهال، په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د یاد شرکت تر لاس لاندې د سترو پروژو له روانو چارو له نږدې لیدنه وکړه. په دغه سفر کې، چې د ملي پراختیا شرکت له عمومي اجرائیوي رئیس سره د ننګرهار والي هم ملتیا کوله، په ننګرهار ولایت کې د ختیځ ۶۰۰ بستریز روغتیایي کمپلکس او سپین جومات له ودانیزو او پرمختیایي چارو لیدنه وکړه. دغه راز، ښاغلي عطاش د دغه سفر په لړ کې کونړ ولایت ته هم سفر وکړ او هلته یې د کونړ ۲۰۰ بستریز روغتون د ودانیزو چارو له پرمختګ له نږدې وڅاره. د دغو لیدنو پر مهال، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د پروژو له مسوولینو او ساحوي انجینرانو سره په خبرو کې د کارونو پر لوړ کیفیت، تخنیکي معیارونو او پر وخت بشپړېدو ټینګار وکړ او اړوندو ټیمونو ته یې په کارونو کې د نوري چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې. د یادونې ده، چې د ملي پراختيا شرکت د هېواد په بېلابېلو برخو کې ګڼې پروژې پر مخ وړي او هڅه کوي چې د ټولو پروژو چارې پر خپل او ښه کيفيت سر ته ورسوي
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د پلتوني بند له روانو چارو څخه لیدنه وکړه
۲۱ صفر المظفر ۱۴۴۸ هـ ق/۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ ل: د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا، پکتیکا ولایت ته د سفر پر مهال د پلتوني بند له ودانیزو چارو څخه له نږدې لیدنه او ارزونه وکړه. د دغې لیدنې پر مهال، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د بند له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ، د پروژې له مسؤولینو او ساحوي انجینرانو سره د کارونو د مخکې تګ، کیفیت او چټکيا په اړه خبرې اترې وکړې. ښاغلي عطاش په خبرو کې د دغې سترې ملي پروژې د کارونو پر لوړ کیفیت، تخنیکي معیارونو او له ټاکل شوي مهالوېش سره سم پلي کېدو ټینګار وکړ او اړوندو ټیمونو ته یې په کارونو کې د نوري چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې. د پلتوني بند د پروژې مسوولینو او ساحوي انجینرانو عمومي اجرائیوي رئیس ته د روانو کارونو، ډیزایني تطبیق او د کیفیت د څارنې په اړه پوره معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې ټولې چارې د نړیوالو انجینري معیارونو پر بنسټ پرمخ ځي. د یادونې ده، چې د پلتوني بند پروژه د پکتیکا ولایت د اوبو د مدیریت، کرنیزې پراختیا او چاپیریال ساتنې په برخه کې خورا حیاتي دنده لري؛ د دغه بند د اوبو زېرمه کولو ظرفیت ۲۵ میلیونه متره مکعبه دی، چې په بشپړېدو سره به یې ۲۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او دغه راز [...]
د جبلالسراج سمنټو د تولید د دویمې سترې فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د جبل السراج سمنټو د تولید دویمې سترې فابریکې د ودانیزو چارو د پیل د بنسټ ډبره نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو له لوري په رسمي ډول کېښودل شوه. په دغو پرتمینو مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر آخند، د ریاستالوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کانونو او پټرولیم وزیر محترم ملا هدایت الله بدري، د اوبو او انرژۍ وزیر محترم ملا محمد یونس آخندزاده، د شهیدانو معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید آخند، د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال، د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د صنعت او سوداکرۍ وزارت مرستیال، د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال، د یو شمېر ولایتونو والیانو او اړوندو نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو. په دغو مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د یادې پروژې پر پیل کېدو خوښي وښوده او دا یې د هېواد د صنعتي خپلواکۍ او اقتصادي ثبات لپاره یو ستر ګام وباله. نوموړي د هېواد پر کورني تولید او د هغې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اقتصادي ثبات لپاره د داسې لویو پروژو پلي کول حیاتي دي. په ورته وخت کې، د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د جبلالسراج د سمنټو دا فابریکه په نوې طرحې او پرمختللي ډیزاین سره جوړېږي چې په فعالېدو [...]
د میدان وردګو ولایت د جامع جومات ودانیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
کابل، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالحجې ۹مه | د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي ۵مه: د ملي پراختیا شرکت د مذهبي او کلتوري مرکزونو د آبادۍ په لړ کې، د میدان وردګو ولایت د جامع جومات ودانیزې چارې په اساسي ډول بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې. په دې لویه مذهبي پروژه، په ټولیزه توګه ۸۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د ملي پراختیا شرکت د مسلکي انجنیرانو لخوا په خورا لوړ کیفیت او عصري ډیزاین رغول شوې ده. د ددې پروژې د تخنیکي مشخصاتو له مخې، د جومات اصلي ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې، چې په یو وخت کې د شاوخوا ۲۰۰۰ تنو لمونځ کوونکو د ځایېدلو وړتیا لري. دغه راز یاد جومات د ۷۵۰ تنو په ظرفیت د فاتحې یو صالون، د اوداسه مجهزه خونه، د اوبو ژوره څاه او یوه لویه ذخیره لري، چې ترڅنګ یې د چاپېریال د ښکلا او خوندیتوب لپاره پراخه شنه ساحه او احاطوي دېوال هم جوړ شوی دی. د یادونې ده، چې د ملي پراختیا شرکت اوسمهال په هېواد کې د اوبو مدیریت، صنعت او آبادۍ په برخو کې ګڼې سترې زېربنایي پروژې پرمخ وړي، چې موخه یې د هېواد پر ځان بساینه او هېوادوالو ته د کاري زمینو برابرول دي.
د ا.ا.ا یو لوړپوړي پلاوي د قوشتېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو لیدنه وکړه
د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال ۱۰مه | د ۱۴۰۵ کال د غوايي (ثور) ۷مه: د ا.ا.ا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، محترم مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د قوشتېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو او بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او د یادې ملي پروژې کاري پرمختګ یې له نږدې وڅاره. په دې پلاوي کې، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري یې مشري کوله، د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال محترم مجیبالرحمن عمر اخوندزاده، د اقتصادي معاونیت استازی محترم مولوي احرار او د یادو ادارو یو شمېر متخصصینو ګډون درلود. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري د دې لیدنې پر مهال، د اوبو سم مدیریت د هېواد د کرنې سکتور د پیاوړتیا لپاره یوه حیاتي اړتیا وبلله. نوموړي د ملي پراختيا شرکت اوسنۍ کړنې د هېواد په تاریخ کې یو بې ساری ګام وباله او د یادې پروژې په بشپړېدو کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ. دغه راز د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور د قوشتېپې کانال روانې چارې د هېواد د پرمختګ لپاره خورا اغېزمنې وبللې او په دې ملي پروژه کې یې د ملي [...]
د افغانستان اسلامي امارت د امارتي شرکتونو لوی رئیس په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي بېلاروس هېواد ته سفر وکړ
په دې سفر کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلي مولوي احمد جان بلال، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش سربېره د بهرنیو چارو وزارت استازو او د ملي پراختیا شرکت تخنیکي ټیم ملتیا کوله. افغان پلاوي د بېلاروس هېواد د بهرنیو چارو وزارت، کرنې وزارت او صنعت وزارت له چارواکو سره په بېلا بېلو کتنو کې د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي مسایلو خبرې وکړې او دا ډول لیدنې یې د دواړو هېوادونو لپاره اغېزمنې وبللې. همدارنګه افغان پلاوي د دې سفر په ترڅ کې، د بېلاروس هېواد له دولتي تصدیو او سترو صنعتي شرکتونو سره رغنده لیدنې او مذاکرات ترسره کړل، چې له ډلې یې د MAZ، BELAZ، MTZ، AMKODOR، د ملي علومو اکاډمۍ، د مینسک ښار الکتروتخنیکي فابریکه، AVGUST، دولتي کیمیاوي سرو اداره او د کرنې وزارت د مالدارۍ له فارمونو لیدنې تر سره شوې. دغه راز په دې کتنو کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د صنعت او کرنیزو ماشینالاتو، ودانیزو توکو، د خوړو خوندیتوب، عامې روغتیا او زدهکړو په برخو کې به دوهاړخیزې همکارۍ او تخنیکي اړیکې لا پیاوړې او پراخې کړي.







